د ارزګان امنیتي مسؤلین وايي، افغان امنیتي ځواکونو د ترینکوټ ښار او شااوخوا سیمې د طالبانو له وجوده پاکې کړي او دغې ډلې تهيې مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي.
د ارزګان امنیه قوماندان غلام فاروق سنګري ازادي راډیو ته وویل له تېرې ورځې تر دې دمه د خالد په نوم د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په جریان کې دوه طالبان وژل شوي او یو شمېر يې ټپيان شوي دي.
د ښاغلي سنګري په خبره د خالد په نوم دا پیل شوي تصفیوي عملیات پنځه ورځې وړاندې پیل شوي او تر دې دمه د مرکز ترینکوټ ډېری سیمې د طالبانو له وجوده پاکې شوې دي.
وسلهوالو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نهدي ویلي.