ولسي جرګې د روسي مقاماتو وروستۍ څرګندونې وغندلې

د ولسي جرګې اداري پلاوی د روسي مقاماتو وروستۍ څرګندونې چې له افغانستانه‌يې د بهرنیانو د وتلو غوښتنه کړې غندلې دي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د روسي مقاماتو دغه ډول څرګندونې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.

ښاغلي احمدزي وویل:

"زموږ هیله بیا هم له ګاونډیو هېوادونو څخه دا ده چې د افغانستان په مسایلو کې لاسوهنه ونه‌کړي، دوی ته اړتیا نه‌شته، موږ په خپلو مسایلو باندې په خپله ډېر ښه پوهېږو."

یو ورځ وړاندې د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له افغانستانه د بهرنیانو د وتلو غوښتنه کړې وه او ویلي يې وو چې په افغانستان کې د بهرنیانو شتون د سیمې لپاره ګواښ دی.