ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په پام کې ده چې راتلونکې اوونۍ کې د حزب اسلامي د زندانیانو یو شمېر خوشې شي.
د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر سرپرست ویاند شاحسین مرتضوي نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې ټینګار وکړ چې له حزب اسلامي سره د شوي تفاهملیک د عملي کولو لپاره افغان دولت خپله ټول تیاري نیولې او حزب اسلامي باید کابل ته د ګلبدین حکمتیار د راتلو نېټه څرګنده کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"تاسې به په راتلونکې اوونۍ کې شاهد اوسئ چې د توافقنامې ټول اړخونه د عملي کېدو لپاره نهايي شوي او له مخې بهيې د دغه حزب یو شمېر زندانیان راخوشې شي."
د افغانستان له زندانونو څخه د حزب اسلامي د د بندیانو ازادېدل د سولې په توافقنامه کې د دغه حزب مهم شرط ګڼل کېږي.
په ورته وخت کې کابل ته د حزب اسلامي یو پلاوي مشر امین کریم ازادي راډیو ته وویل د دولت او حزب اسلامي تر منځ د هوکړې له مخې ځیني تخنیکي کارونه شته چې د حل په هدفيې هڅې روانې دي او د دغو ستونزو د حل وروسته به د حزب امیر د افغانستان په یو ولایت کې راڅرګند شي.