د تخار ولایت امنیتي مسؤلین وايي د دغه ولایت د درقد په ولسوالۍ کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو د ۸۰۸ سپینزر عمومي زون د قوماندان شیر عزیز کامهوال نن رسنیو ته وویل د طالبانو دغې ډلې تېره شپه اته بجې په درقد ولسوالۍ حمله وکړه او تر سهار څلورو بجو يې له امنیتي ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړه.
د ده په خبره په دغه برید کې درې تنه امنیتي سرتېري هم ټپيان شوي دي.
د یو بل خبر له مخې د هرات ولایت ویاند جیلاني فرهاد ویلي چې د هرات ولایت د فارسي ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال او درې تنه ملګري يې د امنيتي ځواکونو سره په یوه نښته کې ټپيان شوي دي.
وسلهوالو طالبانو لا په دې اړه څه نهدي ویلي.