د عراق دولتي ټلوېزیون پرون شنبه ادعا وکړه چې د اسلامي دولت په نوم وسلهوالې ډلې یا داعش دوهمه درجه مشر "ایاد الجمیلي" د سوریې پولې ته نېږدې په هوايي حمله کې وژل شوی دی.
داسې ګڼل کېږي چې ایاد الجمیلي د داعش د مشر ابوبکر البغدادي مرستیال و.
د عراق دولتي ټلوېزیون د پوځ د استخباراتو په حواله خبر ورکړ چې الجمیلي د داعش له یو شمېر قوماندانانو سره د عراق په "القائم" سیمه کې د پوځ په هوايي حمله کې ووژل شو.
د عراق د دولتي ټلوېزیون په رپوټ کې ایاد الجمیلي د داعش "دوهمه درجه مشر" او د دې ډلې د "جګړې وزیر" بلل شوی خو په رپوټ کې نهدي ویل شوي چې حمله څه وخت شوې ده.
امریکايي چارواکو په دې اړه تبصره نهده کړې.
د عراق پوځ چې د داعش ضد نړیوال ائتلافیې ملاتړ کوي، له څو میاشتو راهیسې د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات کوي.