د روسیې د تحقیقاتو کمېټه وايي، په چیچېن کې یې پر یوه پوځي مرکز د حملې په تړاو یو مشکوک سړی نیولی دی.
د دې کمېټې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې مشکوک سړی ابراهیم جمالوف نومېږي، یویشت کلن دی او د چیچېن په ناورسکي سیمه کې نیول شوی دی.
د مارچ په ۲۴مه په چیچېن کې پر یوې پوځي اډې په وسلهواله حمله کې شپږ عسکر او شپږ حمله کوونکي ووژل شول.
په دې حمله کې چې مسئولیتیې داعش واخیست، درې عسکر ژوبل شوي وو.
د روسیې د تحقیقاتو کمېټې پرون شنبه وویل چې نیول شوي مشکوک سړي په دې حمله کې خپل ګډون منلی دی.