د روسیې حکومت د هغو ناپېژندل شویو وګړو په اړه جنايي څېړنې پېل کړې چې په مسکو کې یې د مظاهرو غوښتنه کړې وه.
یو شمېر ناپېژندل شویو کسانو د مسکو له ښاریانو غوښتنه کړې وه چې نن مظاهرې وکړي.
پر دې مظاهرو بندیز لګېدلی دی.
په روسیه کې د څېړنو ځانګړې کمېټې پرون شنبه وویل چې مظاهرې د ډلهییزې ناکرارۍ جوړول ګڼي او د دې جرم په اړه څېړنې کوي.
د روسیې حکومت هغه انټرنټي پاڼې هم بندې کړې چې خلکیې مظاهرو ته رابللي وو.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اوونۍ وویل چې د غیر قانوني مظاهرو ګډونکوونکي چې ناکرارۍ جوړوي او قانون تر پښو لاندې کوي، باید مجازات شي.
په هغې نظرپوښتنه کې چې تېره اوونۍ وشوه، دوه پر درې برخه ګډون کوونکو باور درلود چې ولادیمیر پوتین په اداري فساد کې "په بشپړ ډول" یا "تر ډېره حده" لاس لري.
دا نظر پوښتنه د "لیوادا" په نوم، د څېړنیز مرکز لهخوا ترسره شوې وه.