د سویډن د نوبل اکاډمي وايي، امریکايي سندرغاړي باب ډېلن د نوبل د ادبیاتو جایزه او خپل ډیپلوم ترلاسه کړل.
باب ډېلن په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د نوبل د ادبیاتو جایزه ګټلې وه خو د نوبل د جایزې د ترلاسه کولو لپاره په ځانګړو مراسمو کې یې ګډون نهو کړی.
د سویډن نوبل اکاډمۍ پرون شنبه وویل چې ډېلن تهیې په ستاکهلم کې په یوه خصوصي غونډه کې جایزه وسپارل شوه.
باب ډېلن د اپرېل په لومړۍ او دوهمه په ستاکهلم کې کنسرتونه هم درلودل.
ډېلن ته ورکړل شوې جاېزه ۸۹۴ زره امریکايي ډالره ارزښت لري.
هغه باید د دې پېسو د ترلاسه کولو لپاره د جون میاشتې تر لسمې مخکې، یوه وینا وکړي.
باب ډېلن ویلي چې خپله وینا به ثبت کړي او د نوبل اکاډمۍ ته بهیې ورواستوي.