چین شینجین سیمه کې ځينې محدودیتونه او مقررات معرفي کړل

چین په خپلې لوېدیځي سیمي شینجین کې یو شمېر هغه محدودیتونه او مقررات معرفي کړل چې دوی یې د مذهبي تندلارو پر وړاندي کمپاین بولي.

دغه مقررات روانه اونې د هغه هېواد د ولسې جرګې لخوا تصویب شوه او سر له نن څخه نافذ دي.

په دغو مقرراتو کې پر اوږدې ږیرې پرېښېدو او د داسې کالیو پر اغوستلو چې ټول بدن او مخ پټوي، محدودیت لګول شوی او هم څوک نشي کولی په راډیو او تلوېزیون کې د حکومت د تبلیغاتو له اورېدو یا لیدو ډډه وکړې.

دغه موارد پر حکومتي ویب پاڼه خپاره شوي دي.

د شینجین ایالت چارواکو په تېرو کلونو کې ځیني اقدامات وضع کړي وه چې دوی یې د اسلامي تندلارۍ د پراخېدو پر وړاندي د مبارزې برخه بولي.

په دې سیمه کې تر ډېره ترکي ژبې او اویغور نژاده مسلمانان مېشت دي.

په وروستیو کلونو کې په دې سیمه کې خونړۍ ناکرارۍ راپورته شوي دي.

پیکنګ د دې ناکراریو پړه پر اسلامپالیو تندلارو او بېلتون غوښتونکو اچوي، خو د بشري حقونو مدافع ډلې وایي، دا ناکرارۍ د چین حکومت د سخت ګیرانه پالیسیو په وړاندي غبرګون دی.