د ترکیې پوځ وایي، دوی د هر ډول نامناسبو تشکیلاتو د مخنیوي او د سیمې د ثبات څارني په هدف په سوریې کې خپل پوځي حضور ساتي.
دا څرګندونې پرون داسې مهال شوي چې تر دې دوې ورځې وړاندې ترکیې اعلان کړی وو چې د سوریې په شمال کې د ترکیې سرحد ته څېرمه د فرات سپر په نوم پوځي کمپاین پای ته رسوي.
ترکیه وایي په سیمه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر وړاندې د دغو عملیاتو یوه برخه په بریالیتوب سره بشپړه شوې ده، خو ترکي چارواکي په سوریې کې دننه په یوه بل نوم د نوي پوځي کمپاین پیلېدل رد نه کړل.
د ترکیې پوځ پرون وویل چې د دغه هېواد د ملي امنیت د خوندیتوب، د نامناسبو تشکیلاتو د جوړېدو مخنیوی، سوریې ته د بېځایه شویو کسانو د بېرته ستنېدو او په سیمه کې د امنیت او ثبات د خوندیتوب په هدف به په سیمه کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.
دغه هېواد د فرات سپر په نوم پوځي عملیات په تېر اګست کې پیل کړې دي.