د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي، د ډیورند کرښې په تړاو هېڅ څوک د پرېکړې کولو صلاحیت نه لري.
د دغې جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزي نن په عمومې جلسې کې وویل چې د ډیورند کرښې په اړه پرېکړه د افغانستان د ملت صلاحیت دی:
"دا د ملت ملکیت دی، هېڅ څوک د دي حق نه لري چې په دې موضوعاتو خبرې وکړې، ترهغې چې د افغانستان لویه جرګه نه وي جوړه شوې، د دي صلاحیت ولسمشر او اجرائیه ریئس نه لري."
د ډیورند کرښې په اړه دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې د ډيورند کرښې په اوږدو کې موانع جوړوي.
خو د افغانستان حکومت د پاکستان دغه اقدام بې نتیجې یاد کړی او ویلي چې دا له ترورېزم سره په مبارزه کې هېڅ ډول مرسته نه کوي.