د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د دوو کورنيو تر منځ په وسله واله نښته کې دوه تنه وژل شوي او يو ټپي شوی دی.
د دغه ولایت د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال عبدالصمد زلمي ازادي راډيو ته ته وويل چې دغه نښته نن سهار د یادې ولسوالۍ په جعفرخېلو سيمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي وویل چې نښته د ځمکې په سر شوې ده.
ښاغلی زلمى وايي چې د همدې حقوقي دعوې له امله لومړى د يادو کسانو تر منځ لفظي شخړه او بيا وسله واله نښته رامنځته شوه.
نوموړي وویل چې د یادې پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي او پلټنې روانې دي.