کرنې وزارت پروان، کابل او لوګر ۱۷ کانالونه جوړوي

د کرنې او ابو لګولو وزارت د یو سلو ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د هېواد په درېیو ولایتونو پروان، کابل او لوګر کې د ۱۷ کانالونو د جوړېدو تړونونه لاسلیک کړل.

د دغه وزارت مالي او فني مرستیال قدیر جواد نن د دغو تړونونو د لاسلیک پرمهال وویل چې د دغو پروژو هدف د کرنیزو محصولاتو ډېرول دي.

نوموړي وویل چې په دې سره به په سلګونو کسانو ته کاري زمینې برابرې او ۴۰ سلنه د ابو د ضایعاتو مخه به ونیول شي.

د کرنې وزارت وایي په دې پروژو سره به د زراعتي محصولاتو کې شل فیصده ډېروالی راشي.