په بلخ کې دوه وسله والې ډلې د سولې له پروسیې سره یوځای شوې.
د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد نن ازادي راډيو ته وویل چې د وسله والو طالبانو دغه دوه ډلې د ملي امنیت په هڅو د سولې له پروسې سره یوځای شوي دي.
نوموړي وویل چې د دغو دوو ډلو شمېر نېږدې درې سوه کسانو ته رسېږي.
چارواکي وایي، دغو وسله والو ډلو دبلخ په نا امنیو کې ډېره ونډه درلوده چې د سولې له پروسیې سره په یوځای کېدو به د امنیت په ښه کېدو کې مثبت بدلون راشي.