د امریکا ولسمشر به روانه اوونۍ په واشنګتن کې د منځني ختیځ له دوو مهمو متحدانو سره وګوري.
د امریکا یوه جګپوړي چارواکي پرون وویل چې ډونالد ټرمپ به د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره د اپریل په دریمه په سپینه ماڼۍ کې وویني.
د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر وایي چې ولسمشر ټرمپ به د اپریل په پنځمه د اردن له پاچا عبدالله سره خبرې وکړي.
یوه امریکایي چارواکي څرګنده کړه چې ولسمشر ټرمپ به د مصر له ولسمشر سره د خبرو پر مهال له مصر سره د امریکا د اړیکو ښه کېدو ته پاملرنه وکړي.
سپایسر ویلي دي چې امریکا ته د اردن د پاچا د سفر پر مهال به دواړو مشرانو ته د دې فرصت برابر شي چې د منځني ختیځ په اړه پر یو شمېر ګډو موضوعاتو لکه له داعش سره مبارزه، د سوریې شخړې او د اسرائیل او فلسطین پر اړیکو وغږېږي.