د کاپیسا د ولایتي شورا منشي محمد امان مبارز د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې وژل شوی او دوه ساتونکی یې ټپیان دي.
د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري پرون ماښام ازادي راډيو ته تائید کړه چې ښاغلی مبارز د کوهستان لومړۍ حصې ولسوالۍ د زرګر سیمې له تاریخي اثارو لیدنه کوله چې دا پېښه پرې وشوه:
"زموږ د ولایتي شورا منشي د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته له څو قومي مشرانو، خپل ورور او دریو ساتونکو سره یوځای د خم زرګر په سیمه کې تاریخي غره ته روان و چې د سړک غاړې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه پرې وشوه."
د کاپيسا د والي ویاند ښاغلي قادري وویل چې د پېښې د ټپيانو حالت ښه دی.
هغه همداراز وویل چې د کاپيسا ولایت مقام د پېښې د لا څېړنې لپاره یو پلاوی ګمارلی دی.
د کاپيسا د ولایتي شورا منشي محمد امان مبارز له دریو کلونو راهیسې دا دنده مخته وړله.