ټېلرسن: د ناټو متحدان دې خپلې دفاعي بودجې زیاتې کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن د ناټو له متحدانو غوښتي چې خپلې دفاعي بودجې زیاتې کړي او یا داسې پلانونه وړاندې کړي چې په دوو میاشتو کې د ناټو د پوځي تړون بودجوي کړنلارو ته ورسېږي.

ټېلرسن د جمعې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو ته وویل واشنګټن په ناټو کې د نورو ۲۷ متحدان په مقایسه نامتناسبه او زیاته مالي ونډه پرې کوي.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د ناټو مشرانو پریکړه کړې چې د هغې کړنلارې پر لور مخ ته ولاړ شي چې هدف یې په یوه لسیزه کې د هر هېواد له خوا د خپل ناخالص کورني عاید په سلو کې دوه دفاعي بودجې ته ځانګړي کول دی.

دا مهال یوازې پنځه هېوادونو دا کړنلاره عملي کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د ناټو د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل، زموږ هدف باید دا وي چې د مې په میاشت کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې پر دې توافق وکړو چې د کال تر پایه پورې ټول متحدان ټاکلې بودجوي لارښونو ته ورسېږي او یا داسې پلانونه وړاندې کړي چې په کې روښانه شوي وي څنګه به خپلې کړې ژمنې عملي کوي.

نوموړي همدارنګه وویل، د امریکا متحده ایالات غواړي چې ډاډمنه کړي ناټو د روسیې د تیري په شمولد خپلې دفاع وړتیا لري.