اوکراین ویلي، د یوه بم په چاودنه کې چې یو موټر کې ځای پر ځای شوی وو د دې هېواد یو لوړ پوړی افسر وژل شوی دی.
دا پېښه د اوکراین په جنوب ختیځ کې کې د ماریپول په ښار کې پېښه شوې ده.
د اوکراین د امنیتي خدمتونو د ادارې د رئیس واسیل هریتساک له خولې ویل شوي چې ډګروال الکساندر خرابیریوش نن سهار ووژل شو.
هریتساک ویلي، د اوکراین د امنیتي خدمتونو اداره به د دې پېښې د عاملینو د مجازات لپاره په خپل ټول توان هڅه وکړي.