دفاع وزارت: د خالد په نوم عملیات به نژدې ورځو کې اعلان شي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د خالد په نوم پسرلني عملیات به په رسمي توګه په نژدې ورځو کې اعلان شي، خو همدا اوس یې د افغانستان په ۱۱ سیمو کې د وسله والو خلاف پراخ عملیات دوام لري.

دا خبره د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش نن ازادي راډیو ته وکړه او زیاته یې کړه په وروستیو عملیاتو کې یې تر پنځوسو زیات مخالف وسله وال وژلي دي.

"همدا نن چې زه تاسو سره خبرې کوم، په هغو سیمو کې چې وسله وال هڅه کوي افغان دولت او یا زموږ خلکو ته ګواښ پېښ کړي ۱۱ عملیات روان دي. په دې عملیاتو کې موږ تر پنځوسو زیات وسله وال چې د دوی یو شمېر قومندانان هم په کې شامل دي له منځه وړي. ګڼ شمېر یې ټپیان شوي او یو شمېر یې نیول شوي دي."

ښاغلي رادمنش وویل، دوی د ژمې په اوږدو په بېلابېلو برخو کې خپل قطعات پیاوړي او تجهیز کړي او دا مهال یې د وسله والو خلاف عملیاتو ته زور ورکړی.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال زیاته کړه چې د کندهار په نیښ او د هلمند په نادعلي او ګرمسیر ولسوالیو کې چې د وسله والو له ګواښ سره مخ ولسوالۍ دي دا مهال عملیات دوام لري او په دې ولسوالیو کې وسله والو طالبانو ته په تېرو ۲۴ساعتونو کې درانه زیانونه اړولي دي.

ښاغلي رادمنش دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پر افغان امنیتي ادارو له دې کبله چې په ژمي کې یې په هغو سیمو کې چې له ګواښ سره مخ دي د وسله والو د ځپلو لپاره پراخ عملیات ترسره نه کړل انتقادونه کېږي.