افغان حکومت د ینس سټولټنبرګ د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی

افغان حکومت د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د هغو څرګندونو هرکلی کړی چې وايي، د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

د ولسمشر اشرف غني یو ویاند دواخان مینه پال د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د سولې ټینګښت د افغان حکومت اساسي هدف دی او په دې برخه کې د دوی لپاره د نړیوال شریکانو ملاتړ مهم دی.

"په افغانستان کې د سولې له پروسې سره زموږ د نړیوالو همکارانو مرسته او همکاري ضروري ده.موږ د ناټو دا ملاتړ چې پخوا مو هم درلود او یو وار بیا تازه شوی، ستایوو."

تردې مخکې د پنجشنبې په ورځ بروکسل کې د روسیې او ناټو د شورا تر غونډې وروسته د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي وو د ناټو تړون او متحدان يې په افغانستان کې د سولې او پخلاينې د یوې داسې پروسې ملاتړ کوي چې د افغانانو په رهبرۍپرمخ یوړل شي.

سټولټنبرګ همدارنګه د ناټو له خوا د افغان امینتي ځواکونو د ملاتړ پر دوام هم ټینګار کړی و.