د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د یاد ولایت له یوه روغتیايي کلینک پرته نورو ټولو روغتیايي مرکزونو کې ښځینه ډاکټرانې او نرسانې ګمارل شوي او پهدې سره د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې کموالی راغلی دی.
دوی یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د عامې روغتیا په چوکاټ کې له دوه کلونو مسلکي زدهکړو څخه د ۵۴ تنو ښځينه قابلهوو او نرسانو د فارغېدو په ځای کې ازادي راډیو ته وکړې.
د خوست د عامې روغتیا سرپرست رئيس ډاکټرګل محمدالدین محمدي وايي، دوی هڅه کوي د دا ډول ښوونیزو پروګرامونو له لارې مور او ماشوم ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
ګل محمدالدین محمدي زیاتوي:
"۵۴ تنه ښځینه قابلهګانې او نرسانې د نارويژن کمېټې په مالي مرسته د نرسانې له ښوونځي څخه فارغې شوې، تر دې دمه موږ په خوست ولایت کې ۱۷۵ نفره قابله وې او ۶۱ نرسانې فارغې کړي دي او د خدمت لپاره مو ټولنې ته تقدیم کړي دي، موږ د خوست په دېرشو کلینکونو کې له یوه پرته ښځینه قابله وې او نرسانې شتون لري، تر څو موږ د دې په واسطه وکولای شو، خویندو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو."
خوست کې د نرسنګ د پروګرام مشره رابعه حلیم وايي، دوی غواړي ټولنې ته د دې نرسانو او قابلهوو د معرفي کولو له لارې هغه سپینې ساحې چې تراوسه هم ښځينه ډاکټره، نرسه او قابله په کې نشته ډکې کړي او د عامې روغتیا هغه هدف چې د موږ او ماشوم د مړینې د کچې ټیټول دي، لا اقل ورته نېږدې شو.
رابعه حلیم وايي:
"زموږ هیله داده لکه څرنګه چې پخوانې فارغانو سپین ځایونه ډک کړي دي، دوی به هم وکولای شي چې پاتې ساحات ډک کړي او د وزارت هغه لوی هدف چې هغه د مور او ماشوم د مړینې د کچې ټیټول دي، حد اقل به ورته نږدې شو، دې نجونو کې تر اوسه ۱۶ تنه استخدام شوي او نورو ته به هم ځایونه پیدا شي."
د نرس قابلهګۍ د زدهکړو د دې پروګرام فارغو نجونو په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې له هر ډول پلمې پرته به په اطرافو او ولسوالیو کې خپلو سیمو ته ځي او د مور او ماشوم د ژوند په ژغورنه کې به خپلې وعدې سرته رسوي.
د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا په چوکاټ کې د نرسنګ او قابله ګی د دوه کلنو پروګرامونو سربیره پهدې وروستیو کلونو کې په خصوصي سکټور کې هم د نرسنګ او د نیمه روغتیايي زده کړو مرکزونه جوړ شوي چې سلګونه خوستۍ نجونې په کې پر زده کړو بوختې دي.
نجیب الله الوخېل