مککېن او ګراهم د سوريې په اړه د ټرمپ دریځ ستره خطا وبلله

د متحده ایالاتو دوو مخکښو جمهوري غوښتونکو سناتورانو د سوريې په اړه د سپینې ماڼۍ په دریځ کې ښکاره بدلون چې له واکه د بشارالاسد پر لېرې کېدو نور ټینګار نه کوي ، غندلی دی.

سناتور جان مککېن او لینډسي ګراهم پرون په جلا بیانونو کې د سوريې په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې دریځ یوه ستره خطا وبلله.

د سوريې حکومت مخالفان او ځینې نړیوال متحدان يې سوریه کې د ۶ کلنې کورنۍ جګړې د ختمېدو لپاره له واکه د اسد لېرې کېدل د مخکې له مخکې شرط په توګه مطرح کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې د پنحشنبې په روځ په نیویارک کې یوې غونډې ته وویل، امریکا ته دا نور لومړیتوب نه لري چې له واکه د بشار پر لېرې کېدو تمرکز وکړي.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن په انقره کې وویل چې د سوريې د ولسمشر بشار الاسد برخلیک به د سوريې ولس ټاکي.

جمهوري غوښتونکي لینډسي ګراهم ویلي د ولسمشر ټرمپ د ادارې دریځ به د سوريې د حکومت مخالفان کمزوره او وځپي او دا به ایران او روسيې ته یوه جایزه وي.