امنیستي انټرنیشل: ازبکستان اروپا کې ازبکانو ته ویره پیدا کړی

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیستي انټرنیشل وايي، د ازبکستان حکومت په غیر قانوني توګه په داخل او بهر کې د خپلو اتباعو څارنه او جاسوسي کوي.

امنسټي انټرنیشل په خپل راپور کې چې نن خپور شوی ویلي د ازبکستان د حکومت دې کار په اروپا کې مېشتو ازبکانو ته ویره او اضطراب پیدا کړی دی.

دې سازمان په خپل راپور کې په سویډن کې د میشتو ازبک کډوالو د څارلو او فرانسې ته د تښتیدلي یوه ازبک ژورنالیست چې د ازبکستان استخباراتو تعقیبوو ،قضيې یادې کړي دي.

که څه هم د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزیاییف ژمنه کړې چې د بشرې حقونو په ګډون ډېرو لانجمنو برخو کې اصلاحات راولي خو منتقدان وايي چې دا فقط خبرې دي او په عمل کې کوم اصلاحات نه ترسترګو کېږي.