امريکا تائيد کړه چې ټرمپ به د چين له ولسمشرسره وګوري

د امريکا متحدو ايالتونو تائيد کړه چې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ به راتلونکې اوونۍ د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره وګوري.

د سپينې ماڼۍ وياند شان سپايسر پرون يوه کنفرانس ته په دې اړه وويل:

"ولسمشر ټرمپ تمه لري چې د چين له ولسمشر شي سره وګوري او پر خپلو اړوندو لومړيتوبونو به نظرونه سره تبادله کړي. د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اړيکو په باب هم بحث وکړي. د شمالي کوريا، سوداګرۍ او سيمه ييز امن په ګډون به د دواړو هېوادونو پر اړوندو دوه اخيزو مسايلو هم بحث وکړي."

د امريکا او چين ولسمشران به راتلونکې پنجشنبه او جمعه مخامخ خبرې سره وکړي.

له کله چې ډونالډ ټرمپ په جنورۍ کې رسماً د امريکا د ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړې، د نړۍ د دغو دوو سترو اقتصادلرونکو هېوادونو ترمنځ د اړيکو راتلونکى واضح ندى.

ښاغلي ټرمپ د انتخاباتي کمپاين پر مهال پر پيکينګ تور پورې کړى چې د سوداګرۍ غيرعادلانه تګلارې لري او د چين په جنوبي سمندر کې يې د دغه هېواد له خوا د ټاپوګانو د جوړولو پر مسئله انتقاد کړى و.