د تاجکستان يوې محکمې يو سړى له اسلامي دولت ډلې يا داعش سره د همکارۍ په جرم په ١٥ کلن بند محکوم کړ.
خو تورن کس، ٢٩ کلن جاودان حکيموف ادعا کړې چې د شکنجې په نتيجه کې اړ ايستل شوى چې له داعش سره پر همکارۍ اعتراف وکړي.
د پلازمېنې دوشنبې يوې محکمې حکيموف د يوې جنايتکارې ډلې د رهبرۍ او په سوريه او عراق کې داعش ډلې ته د تاجکستان د اتباعو د جلب په تور محکوم کړ.
د حکيموف مدافع وکيل او د کورنۍ غړي وايي چې د استيناف غوښتنه به وکړي.
جاودان حکيموف پرون د محاکمې په بهير کې ادعا وکړه چې پوليسو د پوښتنو-ګروېږنو په وخت کې سخت ډبولى دى.
د تاجکستان دغه وګړي د روان ميلادي کال په جنورۍ مياشت کې ونيول شو.
د تاجکستان چارواکي وايي، د دغه هېواد شا و خوا يونيم زر اتباع په منځني ختيځ کې د داعش له جنيګاليو سره ملګري شوي دي.