د جرمني څارنوالانو یو افغان پناه غوښتونکی رسماً تورن کړ

د جرمني څارنوالانو په دغه هېواد کې يو افغان پناه غوښتونکى پر يوې ١٩ کلنې نجلۍ د جنسي تېري او بيا د وژنې له کبله رسماً تورن کړ.

د جرمني د خبري اژانس په حواله، دغه افغان چې حسين معرفي شوى، له هغې پېښې ٧ اوونۍ وروسته ونيول شو چې تر اوسه په توقيف کې دى.

حسين تورن دى چې په اکتوبر مياشت کې يې د جرمني په فرايبورګ (Freiburg) کې پر يوې محصلې جنسي تېرى کړى او بيا يې وژلې ده.

پوليسو د جرمني د شخصي اطلاعاتو د محرميت د قانون له مخې د حسين بشپړ نوم نه دى افشا کړى.

څېړونکي وايي، حسين د جرم په وخت کې ٢٢ کلن و، خو ده ادعا کړې وه چې هغه وخت ١٧ کلن و.

د جرمني فډرال څارنوالۍ ويلي چې حسين به پر ماشومانو د وضع شوي قانون له مخې مجازات شي، ځکه لا پوره ثابته شوې نه ده چې د جرم په وخت کې دى څو کلن و.