ناټو استازي: د اوکراين وضعيت د "ژورې اندېښنې" وړ دى

د ناټو استازو پرون روسيې ته وويل چې په اوکراين کې وضعيت ورته د "ژورې اندېښنې" وړ دى.

دغو مشرانو پرون د ناټو او روسيې د شورا په غونډه کې په دې اړه بحث وکړ. دا په روان ميلادي کال کې د دې شورا اوله غونډه وه.

بروکسل کې د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ تر غونډې وروسته خبريالانو ته وويل، پرونۍ غونډه رغوونکې وه:

"دا غونډه اوږده خو رغوونکې او خبرې په کې ډېرې سپينې وې. دا په روان ميلادي کال کې د ناټو او روسيې د شورا لومړۍ غونډه ده. په اوکراين او شاوخوا سيمو کې د بحران په اړه د متحدانو او روسيې ترمنځ اختلافات شته. دا اوله موضوع وه چې موږ ورباندې بحث وکړ، هلته امنيتي وضعيت لا هم موږ ته د ژورې اندېښنې وړ دى. د اوکراين په ختيځ کې له اوربنده سرغړونې لوړ حد ته رسېدلي، سختې جګړې روانې دي او درنې وسلې نه دي ايستل شوي."

د ناټو سرمنشي له متحدانو غوښتنه وکړه، له مسکوه وغواړي چې د اوکراين په ختيځ کې پر "ياغيانو" له خپل نفوذه په استفاده دوى اړ کړي چې "د مينسک پروسې" په رڼا کې د بحران د حل لپاره خپل مکلفيتونه پرځاى کړي.