د افغانستان ولسمشر له دفاعي او امنيتي چارواکو سره د ځينو ناامنو ولايتونو پر وضعيت خبرې وکړې.
محمد اشرف غني پرون د هلمند، ارزګان، کندوز، فراه، بغلان، فارياب او کونړ پر وضعيت د بحث پرمهال په دغو ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو وړتيا وستايله.
د جمهوري رياست په اعلاميه کې ويل شوي چې د ملي امنيت شورا، امنيتي ګواښونو ته په پام سره د تروريستي خطراتو د مخنيوي په هدف، د امنيتي ارګانونو د هڅو د زياتوالي سپارښتنه وکړه.
په وروستيو کې د افغانستان ځينو برخو کې امنيتي پېښې ډېرې شوې دي؛ له دې جملې وسلهوالو طالبانو د وري يا حمل پر درېيمه ادعا وکړه چې د هلمند سنګين ولسوالي يې نيولې، خو دفاع وزارت دا ادعا رد کړې ده.