د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني راتلونکې اوونۍ پر ځينو مسايلو د خبرو لپاره اندونيزيا ته ځي.
د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي اسيا د برخې رئيس فرِدی پیّا (Ferdy Piay ) ويلي، د افغان ولسمشر د سفر هدف په اقتصادي، انکشافي او د سولې د ټينګښت برخه کې د دواړو هېوادونو د همکاريو غښتلتيا ده.
په پام کې ده د افغانستان ولسمشر د خپل سفر په اوله ورځ د اندونيزيا له ولسمشر جوکو ويدودو سره وګوري.
د اندونيزيا خبري اژانس انتارا د دغه هېواد بهرنيو چارو وزارت چارواکو په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، د افغان ولسمشر دوه ورځنى سفر راتلونکې چهارشنبه پيلېږي.
تر اوسه افغان حکومت دغه سفر په اړه څرګندونې نه دي کړي.