د جوزجان د بزګرو جشن کې د یو شمېر مېرمنو غوښتنې

Your browser doesn’t support HTML5

د بزګر په هغه جشن کې چې په جوزجان ولایت کې جوړ شوی و یو شمېر ښځو هم ګډون کړی وو. دوی چې د کرنې برخه کې کار کوي له حکومته غواړي چې ورسره د بازار موندنې، وسایلو، کوچنیو پورونو، کیمیاوي سرو او تخمونو په برخه کې مرسته وکړي. دا جشن چې د جوزجان د کرنې او مالدارۍ د ریاست له‎خوا جوړ شوی و په‎کې یو شمېر مېرمنو خپل کورني محصولایت او کرنیز توکي نندارې ته ایښي وو. ویډیو عالم رحمانیار او ایډیټ ابراهیم صافی