روسیه د اور وژنې لارۍ په لاره کې خلک په موټر وهلي

د روسیې رسنیو راپور ورکړی چې د اور وژنې یوې لارۍ نن په مسکو کې په لاره کې خلک په موټر وهلي دي.

په دې پېښه کې چې هوايي ډګر ته نېږدې شوې یو تن وژل شوی دی.

د روسیې دولتي خبري آژانس ریانووستي ویلي چې څلور تنه ټپيان دي او وضعیت یې ښه نه دی.

دا لارۍ په هوايي ډګر پورې مربوط وه.