چینايي چارواکو ویلي د دغه هېواد ولسمشر شي جین پینګ به راتلونکې اوونۍ امریکا متحده ایالتونو ته سفر وکړي څو له خپل امریکايي سیال سره وګوري.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لو کانګ نن وویل چې ولسمشر شي به د اپریل په شپږمه او اوومه له ټرمپ سره وګوري.
"ولسمشر شي جین پینګ به د اپریل په څلورمه فنلنډ ته ځي بیا به دوه ورځې وروسته د اپریل په شپږمه او اوومه د فلوریډا په مار-ا-لګو کې تفریح ځای کې وګوري."
د نړۍ د دوو سترو اقتصادي قدرتونو دا مشران په داسې حال کې سره ګوري چې اړیکې یې د امریکا متحده ایالتونو له انتخاباتو راهیسې په نامعلوم وضعیت کې دي.
ډونالډ ټرمپ د انتخاباتو پر مهال بیجینګ د هغه په خبره د غیر عادلانه تجارتي پالیسیو او د چین سمندرګي کې د تأسیساتو د جوړولو په خاطر تورن کړی و.
چین هم جنوبي کوریا کې د میزایل ضد سیسټم د نصب په خاطر د امریکا پرېکړه تر انتقاد لاندې نیولې وه.