هرات کې د سیلابونو په اړه د ولسمشرغني لارښوونې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني لارښونه کړې چې په هرات ولایت کې د بهېدونکو سیلابونو د زیانونو د مخنیوي لپاره لا له وړاندې تدابیر ونیول شي.

له ارګه په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني د هرات له والي سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي د اړتیا په وخت کې به د هرات سیمه ییزې ادارې ته د مرستو له مرکزونو څخه زیاتې مرستې په واک کې ورکړل شي.

له یوې اوونۍ راپدېخوا د هرات په بېلابېلو سیمو کې د زیاتو ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي دي.

همدارنګه د هرات والي اصف رحیمي خبریالانو ته ویلي په دغه ولایت کې رواتلو سیلابونو د هرات اوسیدونکو ته میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی.

د هغه په وینا د سیلابونو په پایله کې لسګونه کورونه، زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه ویجاړ شوي دي.

د هرات ځینو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دغو سیلابونو کې له څلور تر شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.