د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د دغه شورا د مشر د نه موجودیت له کبله دوی له ستونزو سره مخ دي، خو د ټاکنې په اړه یې هڅې چټکې شوي دي.
د یادې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعېل قاسمیار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ټاکل شوې د سولې د عالي شورا اجرائیه کمېټه د همدې موضوع په تړاو له ولسمشر او اجرائیه رئیس سره ناسته ولري.
ښاغلی قاسمیار وايي، ناسته کې به نه یوازې د شورا د رئیس پر ټاکنې سلا مشورې وشي بلکې په دې اړه ښايي وروستۍ پریکړه هم وشي.
نوموړي زیاته کړه:
"راتلونکۍ اوونۍ چې موږ د هېواد له مشرانو سره کومه ګډه ناسته لرو پهکې به نه یوازې په دې اړه بحث وشي بلکې ښايي وروستۍ پریکړه هم وشي."
په ورته وخت کې یوې باوري سرچینې له ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي چې راتلونکې اوونۍ به د سولې د عالي شورا مشر وټاکل شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په ډېر احتمال چې د افغانستان د سولې عالي شورا د پخواني رئیس پیر سید احمد ګیلاني زوی، سید حامد ګیلاني به د یادې شورا د مشر په توګه وټاکل شي.
د افغانستان د ارګ ماڼۍ په دې اړه څه نه وايي خو اجرائیه ریاست یې بیا وايي، د سولې د عالي شورا د مشر د ټاکنې په اړه لا تر اوسه وروستۍ پریکړه نهده شوې.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي:
" هرکله چې دغه بحثونه وروستي شي د اشخاصو نومونه به له تاسو سره هم شریک شي، مشخصاً د سولې د عالي شورا د مشر په اړه بحثونه لا وروستي شوي نه دي. "
د افغانستان د سولې عالي شورا مشر پیر سید احمد ګیلاني شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ورپېښې ناروغۍله امله په کابل کې ومړ.
د نوموړي له مړینې وروسته تردې دمه دغه شورا مشر نهلري چې د شورا د غړو په باور دې موضوع د شورا په فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.
له دې ټولو سره ـ سره افغان سیاسي کارپوه ډاکټر فاروق اعظم بیا وايي، که د سولې د عالي شورا د مشرۍ لپاره داسې کس چې د جګړې ښکیلو خواوو ته د منلو نه وي غوره کېږي شورا نهشي کولای په اغیزمنه توګه خپلې چارې مخ ته یوسي.
د نوموړي په وینا د دغه پوست لپاره باید داسې کس غوره شي چې افغانستان کې یو اغېزمنه او بې پرې څېره وي.