د ناټو سازمان غړیو هېوادونو سفیران او د روسیې سفیر نن په بروکسل کې دې ۲۰۱۷ کال د ناټوـروسیې شورا د لومړنۍ ناستې لپاره سره غونډ شوي دي.
د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل چې نننۍ خبرې به تر ډېره ختیځ اوکراین کې په کړکېچ، د افغانستان امنیتي وضعیت او سیمه ییز تروریستي ګواښ وڅرخېږي.
"موږ نن د ورځې په اوږدو کې د ناټو-روسیې شورا غونډه ولرو. زه د دې لپاره خوښ یم چې تېرکال مو درې واره غونډې وکړې او دا دی د سږ کال لومړنۍ غونډه هم کوو. په نننۍ غونډه کې به په اوکراین او شاوخوا سیمو کې د کړکېچ، د افغانستان د وضعیت او سیمه ییز تروریستي ګواښ په اړه بحث ولرو او بیا به د پوځي فعالیتونو، روڼتیا او د خطرونو د کموالي په سر هم خبرې وکړو."
ښاغلي سټولټنبرګ وویل، نن به ډپلوماټانو ته د ناټو سازمان د پوځي چمتووالي په اړه هم معلومات ورکړل شي.
د ناټو سازمان سرمنشي د نن ورځې غونډه د دې لپاره چې په سرحدونو کې يې د ده په خبره پوځي فعالیتونه زیات کړي دي د لا زیاتې روڼتیا او وړاندوینې د لرلو په خاطر مهمه وبلله.