د امریکا متحده ایالتونو هاوايي ایالت کې یوه فدرال قاضي د کډوالۍ برخه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرائیه فرمان د عملي کېدو د مخنیوي په خاطر خپل حکم تمدید کړ.
قاضي ډیریک واټسن د ټرمپ د اجرائیه فرمان پرضد د هاوايي ایالت د شوې دعوا تر حل پورې د خپل حکم د تمدید لیک پرون صادر کړ.
د کډوالۍ په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرائیه فرمان هدف دا دی چې امریکا متحده ایالتونو ته د موقت وخت لپاره له عمدتاً شپږو مسلمانو هېوادونو سومالیا، ایران، سوریه، سوډان، لیبیا او یمن نه د خلکو د ورتګ مخه ونیسي.
له دې مخکې اعلان شوی و چې اجرائیه فرمان به د مارچ په ۱۶مه اجرا کېږي.
وروسته له هغه چې یوه قاضي د کډوالۍ په اړه د ټرمپ د جنورۍ میاشتې اجرائیه فرمان وځنډاوه، هغه بیا کتل شوی فرمان د مارچ په شپږمه لاسلیک کړ.