فاریاب چارواکي: شیرین تګاب ولسوالۍ وسله وال په شا تمبول شوي

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي چې د شیرین تګاب ولسوالۍ اړوند د اسلام کلا په امنیتي پوستو یې د وسله والو طالبانو ډله ییزه حمله په شا تمبولې ده.

د فاریاب د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډيو ته وویل چې دا حمله تېره شپه شوې ده چې د افغان ځواکونو له ځوابي حملې سره مخ شوه چې له امله یې دوه طالبان وژل شوي او یو ټپی شوی.

په ورته وخت کې د شیرین تګاب ولسوال سید لقمان ګهریک وايي، طالبانو قصد درلود چې یادې پوستې ونیسي، خو له شاوخوا ۳۰ ساعته جګړې وروسته په تېښته بریالي شول.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.