ریکس ټېلرسن طیب اردوغان سره د داعش سره پر مبارزې غږیږي

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن به نن د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د مبارزې په لارو چارو خبرې وکړي.

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلی ټيلرسن پرون د دغو خبرو د ترسره کولو لپاره د ترکیې پلازمینې انقره ښار ته ورسېد.

د متحده ایالتونو او ترکي چارواکي به په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت ډلې د ماتولو په خاطر د روان کمپاین په سر بحث وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې ریکس ټېلرسن به د امریکا متحده ایالتونو او ناټو متحدینو د پوره همکارۍ ډاډ ورکړي او همدا راز به د سیمې په با ثباته کولو کې د ترکیې په مهم رول ټینګار وکړی.

ترکیه په امریکا متحده ایالتونو دا ټینګار لري چې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې د یوازیني پاتې شوي مرکز رقه په بیا نیولو کې هڅې ګړندۍ کړي او هم له دې جګړې د امریکا له ملاتړ برخمن کردي جنګیالي وایستل شي.

د امریکا متحده ایالتونو او ترکي د چارواکو تر منځ له نننیو خبرو دا تمه هم کېږي چې ترکیه به له امریکا وغواړي څو دغه هېواد کې مېشت ترکي روحاني فتح الله ګولېن له خپلې خاورې وباسي.

فتح الله تېرکال په ترکیه کې د دولت پر ضد د ناکامې کودتاه طراح بلل کېږي.