چارواکي: د تخار خواجه بهاوالدین جګړه کې پنځه ملکيان وژل شوي

د افغانستان شمال ختیځ کې د پولیسو د ۸۰۸ سپين زر قوماندانۍ چارواکي وايي چې د تخار خواجه بهاوالدین ولسوالۍ په جګړه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د دغې قوماندانۍ ویاند محفوظ الله اکبري نن رسنیو ته وویل چې تېره شپه وسله‎والو طالبانو د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ د لاله ګذر د سیمو امنیتي پوستو ډله ییزه حمله وکړه.

ښاغلی اکبري زیاتوي جګړه کې د وسله‎والو طالبانو د هاوان مرمۍپه یوه کور لګېدلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې پنځه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

تراوسه وسله‎والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه‎ده کړې.