ننګرهار کې د نارنج‎ګل دودیزه کلنۍ مېله او مشاعره پيل شوه

په ننګرهار کې د نارنج‎ګل دودیزه کلنۍ مېله او مشاعره پيل شوه.

له جلال‎اباد ښاره د ازادي راډيو خبریال وايي چې دغې مشاعرې ته له مرکز کابله د ولسي جرګې د استازو په ګډون یو شمېر چارواکي او همدارنګه پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم ورغلی دی.

نارنج‎ګل دودیزه مشاعره چې هرکال په حمل میاشت کې ننګرهار ولایت کې جوړيږي، له افغانستان سربېره د کوزې پښتونخوا ځینې شاعران هم په‎کې ګډون کوي.