د ننګرهار ولایتي ادارې د پانګهوالو په همکارۍ د چهارشنبې په ورځ د جلالاباد ښار د فوټبال په نړیوال لوبغالي کې د کورني تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیست.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼي ازادي راډيو ته وويل، دې نندارتون کې په لسګونو صنعت کارانو برخه اخيستې او هدف یې ور څخه دا دی چې د کورني تولیدات لپاره مارکیټ پيدا شي.
نوموړی وايي:
"ننګرهار کې نن د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو چې ۱۰۱ غرفې فعاله شوي او بېلابېل کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي له دې نه هدف دا دی چې کورنیو تولیداتو ته مارکیټ پيدا شي او هېوادوال دې ته تشویق کړو چې خپل تولیدات استفاده کړي."
د دې نندارتون برخهوال خوښ دي چې دوی ته زمینه برابره شوه څو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
دوی وايي، دغه ډول نندارتونونه د مارکیټ په پيدا کېدو کې اغېزمن تمامېږي او غوښتنه يې دا ده چې افغان حکومت باید د صنعتکارانو ستونزو ته د حل لاره ولټوي:
"خان زمان: موږ جلالاباد ښار کې فابریکه لرو د ګلابو نه اوبه راباسو بیا تيل پروسس کوو او دارنګه عطر هم جوړوو چې د دې نندارتون له لارې خلک ترې خبرېږي.
-زما نوم حلیمه ده، موږ د افغانستان رنګ جامې چې مېرمنو په لاسونو جوړې کړي نندارې ته ايښې دي، زما غوښتنه دا ده چې موږ ته یو بازار جوړ شي چې مېرمنې خپل تولیدات هلته په دوامداره توګه نندارې ته کېږدي او خرڅ شي."
په ورته وخت کې پانګهوال او د اصناف اتحادیه مرستیال حاجي عزيزالرحمن عرب له مرکزي ادارې غوښتنه وکړه چې ټولو دولتي ادارو کې دې د کورني تولیداتو استعمال جبري کړي.
نوموړی وايي:
"زما غوښتنه له ولسمشره دا ده چې څرنګه د کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت پر قرادادیانو جبري کړې ده چې کورني تولیدات استفاده کړي، که دا کار په ټولو ادارو کې جبري کړي زموږ کورنیو تولیداتو ته خپله مارکیټ پيدا کېږي او دې سره زموږ تولیدات وده کوي موږ ترې غوښتنه کوو چې دې برخه کې جدي ووسي."
له دې وړاندې کابل او مزارشریف کې هم ورته د کورني تولیداتو نندراتونونه جوړ شوي و چې د پانګهوالو په خبره د همدې نندارتونونو له لارې کونیو تولیداتو ته ښه مارکيټ پيدا کېدلای شي.
شاه محمود شینواری