دهقان: پاکستان تېرو ۲۴ ساعتونو کې د توپونو لسګونه ډزې کړي

د کونړ د امنيې قوماندانۍ وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پاکستاني پوځیانو په سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو د توپونو لسګونه ډزې کړي دي.

د امنيې قومندانۍ ویاند فریدالله دهقان ازادي راډیو ته وویل، په دې تازه بریدونو کې چاته د سر تاوان نه‎دی رسیدلی.

په همدې حال کې د کونړ یو قومي مخور حاجي دوست محمد ازادي راډیو ته وویل چې پاکستاني ځواکونه نه یوازې د توپونو او راکټونه ډزې کوي بلکې په مختلفو نقطو کې د افغانستان خاورې ته داخل شوي دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت او سرحدي ځواکونه وايي، دوی اجازه نه ورکوي چې پاکستاني سرتیري د افغانستان خاورې ته ننوځي او د وطن له یو لویشت خاورې به د سر په بیه دفاع وکړي.