د تاجکستان د پایتخت دوشنبې محکمه د هغه سړي ادعا څېړي چې وايي، پولیسو ترې د شکنجي په زور داعش ډلې ته د وسلهوالو د جذبولو اعتراف اخیستی دی.
د ۲۹ کلن جاویدان حکیموف چې په تېره جنوري میاشت کې نیول شوی، مدافع وکیل پرون وویل، پولیسو نوموړی د تحقیقاتو پرمهال ډېر سخت وهلی دی.
حکیموف محکمې ته ویلي د پولیسو د مرکز په زیر زمیني کې افسرانو په وهلو د ده پزه ماته کړه او برقي شارټونه يې ورکول.
محکمې د حکیموف د وکیل دا غوښتنه چې د دې ادعا د ثبتوت لپاره دې دده د مؤکل طبي معاینه وشي، رد کړې ده.
د دوشنبې په محکمه کې د پولیسو یو شمېر افسرانو هم څرګندونې وکړې او دا يې رد کړه چې ګواکې جاویدان حکیموف يې شکنجه کړی دی.
پر حکیموف تور دی چې عراق او سوریه کې يې د داعش لپاره تاجک اتباع جذبول.