حیات: د هلمند نوي پوځي پلان په عملي کېدو به مخالفین وځپل شي

د هلمند والي وايي، د دې ولایت لپاره د نوي پوځي پلان په عملې کېدو به د مرکز لښکرګاه شاوخوا سیمو کې د دولت وسله‎وال مخالفین وځپل شي.

حیات‎الله حیات پرون ازادي راډیو ته وویل، وسله‎والو چې د هغه په خبره د سیمې استخبارات يې ترشاه دي، په تېر ژمي کې ډېره هڅه وکړه چې لښکرګاه ونیسي خو افغان امنیتي سرتېرو يې دا هڅه ناکامه کړه.

د لښکرګاه شاوخوا او د هلمند مرکزي سیمو کې له میاشتو راهیسې د دولت وسله‎وال مخالفین فعال دي او هلمند په تېر ژمي کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ څو ځله د سترو او خونړیو جګړو شاهد و.