د فراه نوی والي وایي چې د دې ولایت امن کول یې په لومړیتوبونو کې دي.
محمد عارف شاجهان چې د چهارشنبې په ورځ یې په کار پیل وکړ د دولت پر وسلهوالو مخالفینو غږ وکړ چې د سولې له پروسې سره یوځای شي.
د فراه اوسیدونکي بیا د امن د ټینګښت ترڅنګ د دې ولایت لپاره د بیارغونې د زیاتو پروژو غوښتونکي دي.
محمد عارف شاجهان د ولسمشر د یوه فرمان له مخې د اصف ننګ پرځای د فراه د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.