د کورنیو چارو وزارت د هدفي وژنو په تور ۳ تنه نیولي

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، له ترورېزم سره د مبارزې ریاست دوه تنه د هدفي وژنو او تروریستي فعالیتونو په تور نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې نن چهارشنبې ویل شوي چې دا کسان د ځانګړو پولیسو د قطعې د دریو مامورینو، په پکتیا کې د شل تروریستي حملو، اختطاف او د ماینونو د اېښودلو تورن دي.