د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې په هوايي عملیاتو کې ۱۱ وسله وال وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند خالد بهار نن ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو په ګېروکې د پوځي اکمالاتو پر کاروان راکټي حملې وکړې او له امله یې، هوايي ځواکونو سیمه بمبار کړه.
په دې حمله کې ۷ تنه وسله وال زخمیان شوي هم دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.