بریتانیې نن له اروپايي اتحادیې د وتلو رسمي بهير پېل کړ

بریتانیې نن له اروپايي اتحادیې د وتلو رسمي بهير پېل کړ.

له اروپايي اتحادیې د وتلو سند چې صدراعظمې ترېزا مې لاسلیک کړ، نن په اروپايي اتحادیه کې د بریتانیې سفیر د اروپايي کمېسیون مشردونالډ توسک ته وسپارل.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن نن په لندن کې خبریالانوته وویل:

"زه فکر کوم چې دا ډېره تاریخي او غېر عادي ورځ ده او فکر کوم چې زموږ اروپايي ملګري او شریکان زموږ د وړاندیزونو په اړه د مثبت فکر کولو ټول دلایل لري، زه فکر کوم چې هغوی به مثبت فکر کوي."

د اروپايي کمېسیون مشر دونالډ توسک وویل، دې ته اړتیا نشته چې د خوشالي ورځ وبلل شي او ټینګار یې وکړ چې د اروپا پر خلکو او کمپنیو د دې پېښې د اغېز کمولو ته لومړیتوب ورکوي.

خو د بریتانیې صدراعظمې د شپږ مخونو په یوه لیک کې د دونالډ د توسک ته ډاډ ورکړی چې بریتانیه له اروپايي اتحادیې وتلې خو له اروپا نه ده وتلې.

مې له اروپايي اتحادیې سره د خپلې همکارۍ پرتعهد ټینګار کړی دی.