سرچینه: ارزګان کې د «خالد» په نوم پوځي عملیات درېدلي

په ارزګان کې د «خالد» په نوم پوځي عملیات د افغان امنیتي ځواکونو د نه همغږۍ له امله درېدلي دي.

یو دولتي باوري سرچینې د نوم ښودلو په شرط نن چهارشنبې ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې د تېرې ورځې د خالد په نوم پیل شوي عملیات ځکه درېدلي چې د افغان امنیتي ځواکونو په خپل منځ کې اختلافات را ولاړ شوي دي.

سرچینه وايي، که چېري د امنیتي ځواکونو ترمنځ دغه ستونزه حل نشي شاید چې د تېري ورځې د عملیاتو پرمهال تصفیه شوي سیمې بېرته د وسله والو طالبانو لاسته ولوېږي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري دانه مني ګڼې چې د دوی ترمنځ دې کوم اختلافات راولاړ شوي او یاهم عملیات درېدلي وي.

نوموړی وايي چې اوس هم په سیمه کې تصفوي عملیات روان

دي او د خپلو امنیتي ځواکونو سره پوره همغږي لري.

تېره ورځ د ارزګان امنیتي چارواکو په دغه ولایت کې د خالد په نوم پیل شویو عملیاتو کې د ۵ کېلومتره پرمختګ خبر ورکړی و.