په کابل کې د اروپايې ټولنې سفیر وایي، د معافیت فرهنګ د پای ته رسولو لپاره باید په فساد کې ښکېل حکومتي چارواکي مجازات شي.
فرانز مایکل مېلېبن له ازادي راډيو سره په ځانګړي مرکې کې وویل، په فساد کې د ښکېلو کسانو د مجازاتو ترڅنګ باید د فساد په وړاندې د مبارزې کارونه همغږي شي.
"زما په باور افغانستان کې له فساد سره مبارزه کې دوه عمده نیمګړتیاوې موجودې دي، یوه له مجازاتو څخه د تېښتې فرهنګ چې هېواد کې حاکم دی او دویم له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې ټول کارونه باید همغږي اوسي."
ښاغلي مېلېبن تردې وړاندې هم ویلي چې د معافیت فرهنګ لهمنځه وړل فساد ته د پای ټکی کېښودل دي او باید افغان دولت قضايي ارګانونو کې په فساد ککړ کسان له دندو لېرې او پرځای يې وړ او مسلکي کسان په دندو وګماري.